سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان د بشام برید د عاملینو پیداکولو په برخه کې د ا،ا...

پاکستان د بشام برید د عاملینو پیداکولو په برخه کې د ا،ا نه د مرستې غوښتنه کړې.

‏ویب ډیسک

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ پلاوي کابل ته په سفر کې، خېبر پښتونخوا په بشام سیمه کې د وروستي برید په اړه خپلې موندنې له افغان چارواکو سره شریکې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د محمد خرم اغا په مشرۍ دغه پلاوي د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له مرستیال، محمد نبي عمري سره په کتنه کې د یاد برید د عاملینو پیداکولو په برخه کې د اسلامي امارت د مرستې غوښتنه کړې.

خبرپاڼه دغه راز کاږي، افغان چارواکو د پلټنو د دغو پایلو د بشپړولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې او دواړو خواوو د ترهګریزو ګواښونو مهارولو په برخه کې پر ګډ کار هوکړه کړې ده.

د خېبر پښتونخوا په بشام سیمه کې د روان زېږیز کال د مارچ په ۲۶مه په یوه ځانمرګي برید کې د یوه پاکستاني په ګډون پنځه چینایي وګړي و وژل شول

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه