ویب ډیسک
د هندوستان، چين او روسیې خارجه وزیرانو د جمعې په ورځ په افغانستان کې د مخ په خرابیدونکي بشري وضعیت او همدارنګه د مخدره موادو د قاچاق د ډيریدو په اړه خپلې انديښنې ښکاره کړې.
د یادو هیوادونو د خارجه وزیرانو تر يوې مجازې غونډې وروسته په يوې خپرې شوې ګډې اعلامیه کې ويل شوي دي چې «…وزيرانو افغانستان سره د سملاسي او له خنډ پرته بشري مرستو د برابرولو غوښتنه وکړه.»
په اعلاميه کې دغه راز پر طالبانو هم غږ شوی دی چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د پريکړه ليکونو پايلو او په دغه هیواد کې د یاد سازمان مرکزي رول ته درناوی ولري.
درې واړو هیوادونو همدارنګه ژمنه کړې چې دوی به په سیمه کې د مخدره موادو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په لار کې لا ډير اقدامات ترسره کړي.
افغانستان چې پر بهرنيو مرستو باندې متکي يو هیواد دی، واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته ورباندې د ميلياردونو ډالرو مرستې دريدلې چې له امله يې د یو بحراني حالت د مخ کیدو له خطر سره مخ دی. د ملګرو ملتونو سازمان هم په دغې موده کې په افغانستان کې د سخت بشري بحران په اړه خپلې ژورې اندیښنې ښکاره او ټينګار کړی چې بايد اړمنو افغانانو ته دې عاجلې مرستې ورسول شي.


