پښتو جرنل
د مالیې وزیر په کابل ښار کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د هغو هټیوالو او سوداګرو مالیه په بشپړه توګه معاف اعلان کړه چې کلنۍ پلور یې دوه میلیونه افغانیو ته رسېږي.
د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخند په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د امیرالمومنین د ځانګړي فرمان له مخې هغه هټیوال او سوداګر چې کلنی پلور یې دوه میلیونه افغانیو ته رسېږي، د ثابتې مالیې له ورکړې معاف شوي دي. پداسې حال کې چې هغه سوداګر چې له 2 ملیون افغانیو څخه ډیر پلوري د 0.5٪ ثابت مالیې پرځای 0.3٪ مالیه ورکوي.
د يادونې وړ ده، چې تېر کال هم د اميرالمومنين حفظه الله په حکم د صنعتکارانو ماليه له ۴ سلنې څخه ۲ سلنې ته راټيټه شوې وه، چې د سوداګرو لپاره د اسانتياوو رامنځته کولو لپاره د حکومت هوډ څرګندوي.
د يادونې وړ ده، چې د پخوانۍ ادارې پر مهال سوداګر اړ وو، چې په کال کې د ١٥٠ زره افغانيو د پلور په صورت کې ماليه ورکړي. او په یو لک افغانیو باندې حکومت ۱.۵ فیصده مالیه اخلي.
خو د ا.ا له بیا تاسیس وروسته د مالیاتو د ورکړې دغه کچه ۰،۵ سلنې ته راټیټه شوه. سوداګر به اوس په 100,000 افغانۍ یوازې 0.3٪ مالیه ورکوي، حتی که د دوی کلنی پلور له 200,000 افغانیو څخه زیات وي.


