یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسږکال د افغان ښځو بې روزګاري ۲۲ سلنې ته زیاته شي.

سږکال د افغان ښځو بې روزګاري ۲۲ سلنې ته زیاته شي.

ويب ډیسک

د ملګروملتونو د کار نړیوالې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د افغان ښځو بېروزګاري په سلو کې ۱۶ زیاته شوې ده.

د دې ادارې پر اساس، اټکل کېږي چې سږکال د افغان ښځو بې روزګاري ۲۲ سلنې ته زیاته شي.

کار نړیوالې ادارې په وینا، د ۲۰۲۱ز کال په وروستیو درېيو میاشتو کې په افغانستان کې نېږدې پينځه سوه زره کاري موقع (فرصتونه) له لاسه وتلي او اټکل کېږي چې سږکال تر نیمايي پورې به ۹ لکه نور کاري فرصتونه له منځه لاړ شي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ښځې له کاره منع شوې او په دې هېواد کې اقتصادي او بشري بحران پراخ شو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه