دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمــــکالـــمه

مــــکالـــمه

 

    لیک :  روزي خان ايثار 

 

څوک يې ؟

پښتون يم

چرته ژوند کوې ؟

په يوه کالوني کې

ژوند څنګه تيريږي؟

بې چېنه يم

ولي کومه ستونزه ده؟

غربت دی ؟

خواړه نه لرې؟

نه انفرادي ښه يم ، قامي غربت دی اجتماعي غربت دي ، مادي غربت دي ، نفسياتي غربت دي ، کلتوري غربت دي ، شتمنۍ مو قبضه دي ، نفسيات مو قبضه دي ، خاوره مو قبضه ده

ښه قام پال يي؟

هو دخپلې مور او خپلې خاورې يو شانتي قدر کوم، پدې پوهېږم چي د خپلواکۍ څومره خوند وي

دخپلې خاورې په شتمنيو خبر يم ، دهغو په قدر او قېمت خبر يم خو ډېر ستړي يم هغه ځکه چې د قام نيمای برخه مو لا تر اوسه دغه خبره نه تسلموي چي مونږ غلامان يو د يو شتمن قام بچي او ښځې سوال کوي خو بيا هم سترګي نه خلاصوي ، هره ورځ جنازې اخلي خو له هديرې ورسته بيا پر يوه ځای نه سره کیني.

ستونزهڅه ده؟

ستونزه ډېره پيچلې د قام قامي مشران لري خو سم باور نه پرې کوي ، مشران هم نسته بد بختي ده ، قامي توپير دي –  رهبر په فرعوني انداز روان وي خو خبره د موسا کوي ، د خلګو مشرانو ځان تر قام جار کړو او قام يې اباد هم کړلو ، زمونږ نيمو مشرانو قام تر ځان جار کړلو او نېمو اتلانو د قام له پاره ککرۍ تر خاورو لاندي کړلې

اديبان مو شته په قام کې؟

هو شته خو زهنونه کالونايزيډ دي ، د ځينو په قلم کې رنګ  نشته ، ځينې بيا دبل له پاره ليکي ، ځيني شته چي د سړي دپالو پائرې باړ پرې مات شي خو هغه بيا بې وسه دي غريبان دي .

 

بيخي نفس تنګي ده خو بيا هم خلک شته زه يې وينم چي خوشحاله دي ماته هم وايي چي ته ولې مايوسه يي؟

خو شاهد نه سره پوهېږو چي دقام وګړي څله مايوسه کيږي ، زه هغه ځواب لرم نه او دوي احساس نه لري

ستا نیوکه پر څه ده؟

پر دغه ليکو ، دا کرښه چا داسي وکښله؟

ستا ګرسره پر کرښو نیوکه ده؟

هو ، پر هره کرښه زه ګرسره دکرښو قايل نه يم

ولي چي کرښې د نفرت سبب جوړيږي

پر مځکه کرښې ، د مذهبونو کرښې ، د قامونو کرښې ، د نسلونو کرښې ، د ريواياتو کرښې ، د تندي کرښې ، دلاسونو کرښې

خو تر ټولو زيات نفرت مي لدې کرښې سره دی چي امو او اباسين يې ځله بېل کړل، هغه کرښه چي هند باغ يې مسلم باغ کړ،

هغه کرښه تورخم يې يو باډر کړ ، هغه کرښه چي د کوژک تر سايه لاندي قام يې ځله بېل کړ

هغه کرښه چي هندو ،سيک او مسلمان يې ځله لري کړل

ته څوک يې ؟

هيڅ څوک هم نه يم ، نه پوهېږم پر ځان کم لیبل ولګوم، کومه پیژندګلوي ځان ته ورکړم؟

هيڅ مي خپل ندي ، واک نه لرم ، کلتور مي ورک شوی دی ، تاريخ مي ګډ وډ کيږي ، څوک مي مسلمان ګڼي ، څوک مي د کالونيل نظام پيدا کرده رياست شهري ګڼي ،

څوک مي د محمد بن قاسم سپاهي ګڼي

څوک مي دخالد بن وليد اولاد ګڼي ،څوک مي د لاهوري اقبال شاهين ګڼي ،

څوک مي دغزوه هند مجاهد ګڼي ،څوک مي مرد خراسان ګڼي ، هرڅوک مي هغه ګڼي کم څه چي زه نه يم

داسې ولي؟

هغه ځکه چي دوي زما رښتني  شناخت ورکول غواړي ، دوي تاريخي حرموني ما هم داسي کول غواړي

دوي ته زما له شناخت څخه ستونزه ده

ستا شناخت او ستونزه؟

هو زما شناخت ،زما اصل شناخت لويه ستونزه ده ، ولي زما پر خاوره د دوي رياست جوړ دی ، زما د تاريخ په ژوند کشې د دوي تاريخي سکشت دی ، زما په قامي ،تهذبي او ثقافتي بېلتون کشې د دوي ګټه ده ، زما په يوالۍ کشې د دوي بېلتون دی

نو ته څوک يې؟

د بلخ ، اريانا اوسیدونکي ، د آرين له نسل سره رشته لرونکی ، د هندوکش، پامير، کسې، سپين غره پالونکی ، پکتين، پښتون ، اريانه او افغان يم

څه لرې؟

هر څه لرم ، بيخي ډېر څه لرم خپله ژبه لرم ، خپل تهذيب لرم ،خپل شتمن وطن لرم

خو واک نه لرم ، توان نلرم ، خپلواکي نه لرم

دا هر څه ځکه نه لرم چي ، قامي ناتار نه لرم ، قامي وحدت نه لرو ، په تاريخ کې مي تیروتنې کړېدي ، اوس هم هغسې تيروتنې  کوم

د قام سترګې مي ړنده شوې دي ، قامي فکر نه لرم ، رجعت خراب کړی يم ، پريدي جهادي جنګ خراب کړی يم ، قبلوي نفرت خوړلی يم ، انتها پسندۍ خوړلی يم ، بل واکۍ بې خپل واکۍ کړم ، زاتي ګټو خوړلی يم ، د منځ نفاق مات کړی يم ، د قام وحدت نلرم ، سوچه قامي رهبر نه لرم ، قامي سياست لکه قامي تر بورګلوي داسي کوم

د قام ګټه تر ځان جاروم ، غلام جديديت او پريدي رجعت پسند شيانو رانه هر څه لوټ کړل.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه