سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې سږ کال ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

افغانستان کې سږ کال ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

ويب ډيسک

د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د عملیاتو او مدافع برخې رییسې، ادم وسورنو ویلي، افغانستان کې سږ کال ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

ادم وسورنو په یوه خبري ناسته کې ویلي، افغانستان کې پر زده کړو بندیز نږدې ۱.۴ میلیونه ښځې او نجونې زیانمنې کړي دي.

هغې د افغان نجونو زده کړو په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، کابل ته په سفر کې یې د اسلامي امارت له مسوولینو سره ناستو کې یې په دې اړه هم خبرې کړي دي.

ادم وسورنو زیاته کړه: « ما همغه پيغام له اسنیو افغانو مسوولینو واورېد چې طالبان یې تل موږ ته لیږي: ” موږ ته وخت راکړئ، موږ وخت ته اړتیا لرو”، او ما وویل موږ وخت نه لرو.»
#طلوع‌نیوز

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه