د خوړو نړیوال سازمان وایي، تېر کال یې ۲۳ میلیونه افغانانو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده

0
72

ويب ډیسک

د خوړو نړیوال سازمان (WFP) وایي، تېر کال یې ۲۳ میلیونه افغانانو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

دغه سازمان خپلې مرستې د میلیونونو افغانانو لپاره د ژوند ژغورنې وروستۍ لار بللې او یو ځل بیا یې ټینګار کړی چې افغانستان کې له هرو لسو کورنیو څخه ۹ کورنۍ نشي کولای خپل خوراکي اړتیاوې پوره کړي.

د خوړو نړیوال سازمان له دې وړاندې خبرداری ورکړی ؤ که په راتلونکو ورځو کې ورته مرستې ونه رسېږي، افغانستان کې به ۹ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د ت.البانو له بیا واکمنېدو وروسته له اقتصادي ناروین سره مخ شوی او ګڼ شمېر افغانان بې روزګارۍ سره مخ دي.