دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا او بریټانیا استخباراتي سازمانونه په اسیا کې له ترهګرو ډلو سره...

امریکا او بریټانیا استخباراتي سازمانونه په اسیا کې له ترهګرو ډلو سره په همکارۍ تورن کړي دي.

ويب ډيسک

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مدیر سرګي ناریشکین یو ځل بیا د امریکا او بریټانیا استخباراتي سازمانونه په اسیا کې له ترهګرو ډلو سره په همکارۍ تورن کړي دي.

د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، نوموړي روسي چارواکي جمعه ناوخته د غبرګولي پر ۴مه خبریالانو ته ویلي چې القاعده او داعش د دې دوو هېوادونو د استخباراتي سازمانونو له خوا رامنځته شوي «کرکه‌لرونکي ترهګریز جوړښتونه» دي.

هغه د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د ډله‌ییز امنیتي تړون هېوادونو د امنیتي چارواکو د ناستې په څنډه کې د خبرو پرمهال زیاته کړې چې واشنګټن او لندن په افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو د وضعیت د بې ثباته کېدو لپاره له ترهګرو ډلو سره همکاري کوي.

هغه ټینګار کړی چې یوازې سوریه د دې موضوع ښکاره بېلګه نه ده؛ بلکې افغانستان هم له دغې برخې څخه ترټولو زیات زیان لیدلی دی.

روسي چارواکو په وار وار امریکا او لوېدیځ د ترهګرو ډلو په کارونې سره د اسیايي هېوادونو پر بې ثباته کېدو تورن کړي دي.

تېره ورځ د قرغزستان د ملي امنیت کمېټې مشر په ګډون د ډله‌ییز امنیت هېوادونو د ترهګرۍ د ګواښ د زیاتوالي په هکله اندېښنه وښوده او ویې ویل چې ترهګرې ډلې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ودې په حال کې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه