ويب ډیسک
د راپورونو پر اساس بریټانیا په پام کې لري چې د ناټو په متحد پولنډ کې خپل ۱۰۰ سرتیري او د هوايي توغندیو دفاعي سیسټم ځای پر ځای کړي.
دا ځواکونه به لنډ مهال لپاره وي چې موده یې له دریو تر شپږو میاشتو یاده شوې.
د بریتانیا د ملي دفاع وزارت ویاند ویلي، د هوايي توغندیو د فاعي سیسټم په دې موخه ځای پر ځای کوي چې د پولنډ هوايي حریم وساتي.
متحده ایالتونو او المان لا د مخه د ناټو ختیځ کې د هوايي دفاع سیسټمونه ځای پر ځای کړي.
د بي بي سي خبریال جوناتن بیل وايي، دا پر اوکرایین د روسیې له برید وروسته د متحدانو د دفاع لپاره د پیاوړي پوځي دریځ یوه برخه ده.


