یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهيوناما د افغانستان په اړه د بريتانیې په کوربه‌ توب د بشري...

يوناما د افغانستان په اړه د بريتانیې په کوربه‌ توب د بشري مرستو د کنفرانس نېټه اعلان کړې ده.

ويب ډیسک

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر (يوناما) د افغانستان په اړه د بريتانیې په کوربه‌ توب د بشري مرستو د کنفرانس نېټه اعلان کړې ده.

 

يوناما د مارچ پر ۱۶مې په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې دا کنفرانس به د روانې مارچ مياشتې پر ۳۱مه نېټه ترسره شي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر ویلي چې جرمني او قطر هم تیار دي چې د افغانستان لپاره د مرستو ټولولو کنفرانس په جوړولو کې له بريتانيې سره همکاري وکړي.

 

د دې کنفرانس د جوړېدو اساسي هدف، په روان ۲۰۲۲ز کال کې هغو ۲۳ ملیونه افغانانو ته د مرستو راټولول دي چې اوسمهال له لوږې او بېوزلۍ سره مخامخ دي.

 

ملګرو ملتونو د څلور اعشاريه څلور میلیارده ډالرو غوښتنه کړې چې تر اوسه‌‌ یې یوازې ۱۳ فيصده مرستې راټولې کړې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه