دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ازبکستان د انرژۍ وزارت وايي چې افغانستان ته له دې هېواده...

د ازبکستان د انرژۍ وزارت وايي چې افغانستان ته له دې هېواده د بریښنا صدور د انرژۍ په سیسټم کې د تخنیکي ستونزو له کبله ځنډېدلی دی

ويب ډیسک

 

د ازبکستان د انرژۍ وزارت وايي چې افغانستان ته له دې هېواده د بریښنا صدور د انرژۍ په سیسټم کې د تخنیکي ستونزو له کبله ځنډېدلی دی.

 

د انرژۍ وزارت د رسنیو د څانګې مشرې ایلمیرا بیک مرادووا تاس خبري آژانس ته وویل، افغانستان ته د بریښنا صدور پرون سه شنبې وروسته له هغه وځنډېد چې جنرېتورونو کار پرېښوده. نوموړې زیاته کړه چې ګاونډي افغانستان ته د بریښنا د صادرولو بهیر به د سیسټم له فعالولو وروسته بیا پیل شي.

 

پرون د جنوري په ۲۵مه سهار مهال په ازبکستان، قزاقستان او قرغزستان کې د بریښنا جریان پرې شو او ورسره په کابل کې هم د بریښنا په رسولو کې خنډ راغی.

 

له بلې خوا د افغانستان د برښنا شرکت له ترکمنستان څخه کابل ته د برښنا د وصلیدو خبر ورکړی. د دې شرکت ویاند حکمت اله میوندي پرون وویل برښنا شرکت توانیدلی چې هېوادوالو ته د ترکمنستان برق ورسوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه