دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکرزي له اورپايي ټولنې څخه د زدکړو او روغتيا په برخه کې...

کرزي له اورپايي ټولنې څخه د زدکړو او روغتيا په برخه کې د مرستو غوښتنه کړې

ويب ډيسک

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اروپايي ټولنې له دوو چارواکو سره د کتنې پر مهال د زده‌کړو په ډګر، په تېره د نجونو د تعلیم او همداراز د مور او ماشوم د روغتیا په برخو کې له افغانستان سره د مرستو غوښتنه وکړه.

د دې کتنې جزییات د پخواني ولسمشر پر ایکس پاڼه په یوه بیان کې خپاره شوي دي.

بیان زیاتوي چې کرزي د اروپايي کمیسیون د آسیا او منځني ختیځ د څانګې له مشر پیټریس اوستوبس او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژ دافیرې رافایلا یودیچې سره په پرونۍ کتنه کې دا څرګندونې کړې دي.

په بیان کې راغلي چې کرزي په دې کتنه کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو مننه هم وکړه.

د نجونو پر تعلیم او لوړو زده کړو او د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونه هغه لویه ستونزه ده چې افغانستان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ورسره محامخ دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه