یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍروغتيا نړيوال سازمان: اوميکرون د اروپا روغتيايي سيستم ډېر چېلنج کړی

روغتيا نړيوال سازمان: اوميکرون د اروپا روغتيايي سيستم ډېر چېلنج کړی

ويب ډیسک

په اروپا کې د روغتيا نړیوال سازمان د دفتر رئيس کلوګر د جنورۍ په ۱۱ مه نېټه د ډنمارک په پلازمينه کپنهاک کې وويل، چې د کوويډ-۱۹ ويروس د اوميکرون بڼه اوس د اروپا له لويديځ څخه د ختيځ په لور په چټکې خپريږي او د زياترو اروپايي هېوادونو روغتيايي سيستم يې له سختو ننګونو سره مخامخ کړی دی.

کلوګر دغې خبرې په همدې ورځ د روغتيا نړيوال سازمان وېډيويي مطبوعاتي غونډې ته په وينا کې وکړې. نوموړي زياته کړه، چې له ۵۳ اروپايي هېوادونو څخه په ۵۰ هېوادونو کې د اوميکرون مثبتې پېښې ثبت شوي، چې په ۲۶ هېوادونو کې يې په اوونۍ کې د عمومي نفوس تر ٪۱ زيات کسان پر دې ويروس اخته شوي او په روغتونونو کې د ناروغانو شمېر ورځ تر بلې زياتيږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه