یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسورصلیب: افغانستان کې شااخوا ١٠زره روغتيايي کار کوونکو ته مياشتني معاشونه ورکړي٠

سورصلیب: افغانستان کې شااخوا ١٠زره روغتيايي کار کوونکو ته مياشتني معاشونه ورکړي٠

په افغانستان کې د سره صليب نړيواله کمېټه وايي ټاکل شوې په دغه هيواد کې شااخوا ١٠زره روغتيايي کار کوونکو ته مياشتني معاشونه ورکړي٠

 

دغه کمېټې د سې شنبې په ورځ ډسمبر ٢١ (لېندۍ ٣٠) پر خپلې فيسبوک ليکلي چې د يادې پرېکړې په اساس به په ټول افغانستان کې د ٢٣ روغتونونو د کار کوونکو مياشتني معاشونه ورکړل شي٠

د سره صليب کمېټې زياته کړې چې دغه بنسټ ژمن دى چې ر روغتيايي کار کوونکو د شپږو مياشتو معاشونه او د روغتيايي مرکزونو روغتيايي وسايل چمتو کړي٠

 

دغه کمېټې همدارنګه ويلي:”خلک بايد روغتيايي اسانتياو او درملنې ته لاس رسٸ ولري٠ دا له هغو لارو څخه ده چې موږ د روغتيايي مرکزونو له فعاليت څخه ډاډمن کيږو٠

 

د اګست مياشتې پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو تر حاکميت او له دغه هيواد څخه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته دغه هيواد له اقتصادي کړکېچ سره مخ شو او د تير حکومت د مامورينو په ګډون ګڼو روغتيايي کار کوونکو معاشونه نه و اخيستي٠

پدې وروستيو کې په کابل د سردار محمد داوود خان روغتون لسګونو کار کوونکو کار کوونکو د اعتراض په ډول وويل چې له څو مياشتو يې معاشونه نه دي اخيستي٠

هغوى د خبرداري په ډول ويلي و که چيري يې معاشونه ورنه کړل شي دندې به پريږدي٠

 

د سره صليب کمېټه پر داسي مهال په افغانستان کې د روغتيايي کار کوونکو د معاشونو ورکولو خبر ورکوي چې تر دشر مخکې د دغه بنسټ مشر ويلي و چې خيريه بنسټونه هڅه کوي چي په افغانستان کې د ډاکترانو او نرسانو معاشونو ورکولو ته لارې چارې ولټوي٠

د سره صليب کمېټې مشر پيټر مارير ويلي و چې خيره بنسټونه د افغانستان د اقتصادي سقوط ستونزه نشي هوارولى او په خبره يې د دغه ستونزي د هواري لپاره اړتياده چې د يو توافق له لاري د طالبانو په رسميت پيژندلو پرته افغانستان ته نغدي پيسې واستول

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه