ويب ډیسک
د افغان کډوالو د اخراج په دوام تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان نه ۳زره او ۷۶۵ افغان کډوال اخراج او هېواد ته ستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، له ایران نه د پنجشنبې (د غويي ۷مه) ۲زره او ۵۲۲ تنه افغان کډوال په خپله خوښه او جبراً د اسلامقلعې له لارې هرات ته اوښتي دي.
په ورته وخت کې، له پاکستان نه بيا د پنجشنبې او جمعې په ورځو (د غويي ۶مه او ۷مه) يو زرو ۲۴۳ تنه افغان کډوال په جبري توګه د تورخم او سپين بولدک له لارو هېواد ته ستانه شوي دي.
د طالبانو په بيا واکمنېدو او د بشري وضعيت په خرابېدو سره زرګونه تنو افغانستان پرېښود او د پاکستان او ایران په شمول نورو هېوادونو ته کډوال شول.


