ويب ډیسک
په مسکو کې د داعش تر برید وروسته، فرانسې د «ترهګریز بریدنو» خبرتیا لوړې کچې ته پورته کړه او «اضطراري» اعلان یې وکړ.
فاکس نیوز د فرانسې د لومړي وزیر ګابریل عطال له قوله ویلي، چې له دغه برید وروسته د یکشنبې په ورځ د فرانسې د ولسمشر په مشرۍ د دي هېواد د ملي دفاع او امنیت شورا په دې اړه غونډه وکړه.
د فرانسې د قانون پر بنسټ په دي هېواد کې د خبرداري درې مرحلې شته. مګر کله چې دا ممکنه وي چې د دې هیواد دننه یا بهر برید «نږدې پیښیدونکي» وي، د برید خبرتیا لوړه کچه (دریمه مرحله) اعلان کیږي.
د رویټرز د راپور له مخې، د هیواد «د خبرتیا لوړه کچه» د استثنایی امنیتي تدابیرو لپاره اجازه ورکوي، په شمول په عامه ځایونو کې د وسله والو ځواکونو لخوا د ګزمو زیاتوالی لکه د ریل سټیشنونو، هوایی ډګرونو او عبادت ځایونو کې.
په همدې حال کې فرانسه د روان کال د جولای په میاشت کې د ۲۰۲۴ کال د المپیک د لوبو کوربه توب کوي او د ددي راپور پر بنسټ، دا مسئله د ددي لوبو د ترسره کېدو پر څرنګوالي اغېزه کولی شي.


