دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد فوټبال نړیوال جام پایلوبه د ارجنټینا او فرانسې لوبډلو ترمینځ کېږي.

د فوټبال نړیوال جام پایلوبه د ارجنټینا او فرانسې لوبډلو ترمینځ کېږي.

ويب ډیسک

ټاکل شوې چې سیالي د ډېسېمبر پر ۱۸مه د پېښور له وخت سره سمه شپې اته او د کابل پر وخت پر اووه نیمو بجو د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شي.

تر دې یوه ورځ مخکې، د نیمه پایلوبو بایلونکو لوبډلو کروېشیا او مراکش (المغرب) د درېیم مقام لپاره سیالي وکړه.

په هغه لوبه کې کروېشیا مراکش ته د یو پرتله په دوو ګولونو ماتې ورکړه.

د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د نومبر پر ۱۶مه په قطر کې پیل شوې. په اتلولۍ کې د ۳۲ هېوادونو او سیمو لوبډلو برخه واخیسته چې ورڅخه یې ۱۶ په لومړي پړاو او بیا اته په دویم پړاو کې پاتې شوې.

د فوټبال نړیوال جام اتلولۍ سیالۍ په لومړي ځل په ۱۹۳۰ز کال کې شوې وې او د ۲۰۲۲ز هغه یې ۲۲م دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه