یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيپاکستان کرېکټ لوبډله پوځ سره په ګډه تمرينات پيلوي.

پاکستان کرېکټ لوبډله پوځ سره په ګډه تمرينات پيلوي.

ويب ډیسک

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله راتلونکي نړیوال جام ته د تيارۍ او چمتووالي په موخه د دغه هېواد پوځ سره په ګډه تمرينات پيلوي.

د راپورونو له مخې دا تمرينات د فېټنس په موخه ترسره کېږي، چې د اېبټ آباد په کاکول پوځي اډه کې به دوه اوونۍ دوام وکړي.

د يادونې وړ ده، چې پاکستانۍ لوبډلې د نړیوالو لوبو لپاره د چمتووالي به موخه له دې وړاندې هم پوځ سره په ګډه ځیني تمرينات ترسره کړي دي.

په ورته وخت کې د پاکستان بورډ تازه د محمد عامر او عماد وسيم په ګډون د ۲۹ تنو هغو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ، چې په دې تمرينات کمپ کې به ګډون کوي.

محمد عامر او عماد وسيم دواړو له نړیوالو لوبو مخه ښه کړې وه، خو د پاکستاني بورډ په غوښتنه یې خپلې پرېکړې بېرته اخيستي، څو د نړیوال جام لپاره د لوبډلې برخه وګرځي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستانۍ لوبډلې تېر نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون له ډېری لوبډلو سختې ماتې خوړلې وې.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه