ویب ډیسک
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان پر خاوره د دوشنبې سهار په بریدونو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د یوه قومندان حافظ ګل بهادر ډله په نښه شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې ترهګرو ډلو له هغې ډلې ټيټيپي پر پاکستان د بریدونو لپاره تل له افغان خاورې استفاده کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې اسلاماباد د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ ته اهمیت ورکوي او تل یې د ترهګرۍ له ګواښونو سره مبارزې ته لومړیتوب ورکړی دی.
خو له دې مخکې د اسلامي امارت دفاع وزارت په خوست او پکتیکا ولایتونو د پاکستان د وروستیو بریدونو په هکله ویلي چې پاکستاني جنګي الوتکو د ولسي وګړو کورونه په نښه کړي دي.


