ويب ډیسک
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د نوي ښوونیز کال په اړه وايي چې معمولاً د درسونو د پیل لومړۍ ورځې به زموږ بچیانو؛ نجونو او هلکانو ته د جشن او اختر په شان وې؛ خو نږدې درې کاله کېږي چې نجونې له زدهکړو محرومې دي.
ښاغلی کرزی زدهکړې د انساني ټولنې لپاره حیاتي بولي او په وینا یې، له احتیاجه د خلاصېدو یواځېنۍ لاره ده.
حامد کرزي یو ځل ببا د طالبانو په حکومت غږ کړی چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د افغانستان د لوڼو پرمخ پرانیزي؛ څو هېواد مو د پردیو له احتیاجه خلاص او د سیالانو سیال شي.


