لیکنه : رفیع الله خان
د دنيا هر قام اؤ نسل ځانله د تاريخ يوه خپله بيانيه لري ۔ اؤ دا د هر چا حق دے چې ځان په تاريخ کښې ځائ کړي خو ځانله دغه روداد جوړول هله د غندلو وړ شي چې کله دا شخړې اؤ استحصال سازوي اؤ يا بې ځايه افتخارات اؤ امتيازي نفسيات جوړوي ۔
دا هر څه نه يواځې د بل بلکه په خپل نقصان هم تمامېږي ۔ ځکه زمونږ حق جوړېږي چې تاريخ ليکنه اؤ پوهنه همېشه د تنقيدي نظر لاندې اوساتو ۔
او هم د دغه نکته نظر په ترڅ کښې زه د يوسفزو د پخواني ګرځنده وېش , چې شېخ ملي ته منسوب کېږي , ته لنډه تنقيدي کتنه کووم ۔
يوسفزي مردان , صوابۍ , دير , سوات اؤ بونېر ته د شپاړسمې صدۍ په پېل کښې خوځېدلي دي ۔
دلته دوي د مضبوطو سياسي اؤ کلتوري اولسونو سره د بدۍ اؤ يا بيا ډلې اتحاد په شکل کښې مخامخ شوي اؤ ګډ شوي دي ۔
د دلزاکو اؤ زړو سواتيانو قصې خو زبان زد عام و خاص دي ; ولې د دغه دور د سماجي اؤ کلتوري لېنډ سکېپ په حواله څه تسلي بخش علم او پوهه لا نه ده حاصله شوې ۔
نو ځکه د فاتح يوسفزو افتخاري روداد موجود دے کوم چې تاريخي اؤ تنقيدي څېړنو ته اړتيا لري ۔ نو ځکه راځو د ګرځنده وېش موضوع له ۔
آيا ګرځنده وېش د شېخ ملي د ذهن اختراع وه ؟ د پښتون تاريخليک په بنياد به هر څوک اووائي چې “اؤ” ۔
خو دغه جواب به د يؤ چا د کم علمۍ اؤ اپروچ د ناپختګۍ غمازي خو اوکړي خو د تاريخ پوهنې ثبوت نه شي کېدلے ۔
اؤ دا ځکه چې تر اوسه په دې اؤ داسې نورو ډېر تړلو موضوعاتو تنقيدي علمي کار اؤ څېړنې نه دي شوي ۔
د شېخ ملي اؤ ګرځنده وېش مسئله په سنجيدګۍ سره نوې څېړنې اؤ سپړدنې غواړي ۔
زما مفروضه اؤ حجت دلته دا دے چې شېخ ملي ګرځنده وېش د سوات اؤ ورسره تړلو علاقو د سماجي کلتوري سسټم نه مستعار اغستے دے او هم دغه شانې ئې د يوسفزو د راتګ د وړاندې د دې سيمې د ټولنيز وزډم اؤ تاريخي روايت نه د يوسفزيواله په سازولو اؤ مرتب کولو کښې راهنمائي اغستې ده ۔
اؤ دا خبره د نوي اقتصادي اؤ ملکيتي نظام په ساختي جوړښت کښې ډېره جوته ده ۔
د ګرځنده وېش سسټم د يوسفزو نه علاوه د چترال اؤ ګلګت بلتستان په پراختياؤ کښې هم د انګرېز د راتلو پورې موجوديت اؤ رواج لرلو ۔ اؤ بانډې اؤ چراهګاهونه خو ئې لا تر نزدې وخته د ونډې په طور ملکيتي حساب لرلو ۔
چونکه هم دغه قامونه د اسلام اؤ بيا ورپسې د يوسفزو د راتلو پورې د موجوده خېبرپښتونخوا په مهمو علاقو د يؤ ځانګړي سياسي اؤ سماجي نظام سره آباد وو کوم چې د تاريخي شعور اؤ کاسمولوجيکل حکمت هينداره وه ۔
نو ځکه دا خبره ډېر وزن لري چې شېخ ملي د دغه نرخ تر اغيز لاندې د يوسفزو د سماجي-اقتصادي ژوند لار ټاکلې وه ۔
د نن نه څه لګ بګ اوه لسيزې مخکښې يؤ څېړنکار ته د دردستان په سيمو کښې خلکو دې سوال ته چې د دې علاقو وړومبي وړومبي استوګن څوک وو داسی ځواب وئيلو :
ديواکوس يعني مافوق الفطرت انسانان (superhuman beings) ۔ اؤ هم دې ديواکوس مخلوق لارې , ولې اؤ پټي جوړ کړل ; کر کرونده ئې شورو کړه ۔
د دوي نسبت د پريانو (fairies) سره هم وه چې نور تفصيل هم لري خو زه ئې د نقل کولو ضرورت نه ګڼم ۔ وائي چې دې دېواکوسو به کال بعد ځاۍ بدلولو اؤ که به ئې داسې اونه کړل نو فصل غله به ئې نوره نارمل نه بلکه زهرالوده کېدله ۔ نو مقام بدلول ئې مجبوري وه ۔
فی الحال به زه دومره اووائم چې د دې روايت نه د ګرځنده وېش ضرورت او افاديت په څو نوعه څرګندېږي ۔
لکه د زمکې او د دې د آمدن نه په مساوي طور مستفيد کېدل اؤ د وسائلو ارتکاز نه کول د زورورو له لوري اؤ داسې نور ۔
اوس دا اؤ دا رنګه نور ډېر اتهنوګرافک علم اؤ پوهه مونږ دې ته ګماري چې خپل تاريخ ته د شناختي اؤ رومانټک بامه نه بلکه اوږد محاله ضرورتونو اؤ مسئلو د ادراک سره اوګورو اؤ د ماضي نه د ټولنې او انساني اړيکو به مفادو کښې زده کړې اوکړو ۔
په پائله کښې به اووائم چې په دې اړخ څېړنو ته مخه کول په کار دي ۔ ايپيک تاريخ زمزمه کول که بل ته زيان رسوي اؤ کنه خو د خپلې بېخ کني عمل خو دے اؤ دے ۔


