یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههلمند کې ټرافیکي پېښې نږدې ۶۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

هلمند کې ټرافیکي پېښې نږدې ۶۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

ويب ډیسک 

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هرات-کندهار لویې لارې په اوږدو کې یوې ټرافیکې پېښې له امله ۲۱ کسان مړه شوي او ۳۸ نور ژوبل دي چې له ډلې یې د یوولسو روغتیایي وضعیت نازک دی.

دغه پېښه نن (یکشنبه) سهار د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې کاږلي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یو مسافر وړونکی بس له یو موټرسایکل سره تر ټکر وروسته د تېلو له ټانکر سره ټکر کړی او دواړو اور اخیستی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په وژل شویو کې ۱۶ تنه د بس، دوه د موټرسایکل او درې نور د ټانکر مسافر دي.

د پېښې ژوبل شوي کسان د هلمند د ګرشک ولسوالۍ او هلمند مرکز لشکرګاه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه