سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهګوتریش وايي : ا،ا،ا زموږ او د نړۍ اندېښنې په پام کې...

ګوتریش وايي : ا،ا،ا زموږ او د نړۍ اندېښنې په پام کې نه نيسي، خو رسمیت پېژندنل هم غواړي.

ويب ډیسک

د ملګرو ملتونو عمومي سرمشني انتونيو ګوتريش د افغانستان په اړه د دوحې دوه ورځنۍ نړیوالې غونډې په پای کې خبري کنفراس ته وويل، چې ت.البان زموږ او د نړۍ اندېښنې په پام کې نه نيسي، خو رسمیت پېژندنل هم غواړي.

هغه ټينګار وکړ، چې دغه ستونزه د افغانستان کشاله لاپسې اوږدوي او دا ځکه چې نړیواله ټولنه فکر کوي، چې د دوی هېڅ یوې اندېښنې ته هم رسېدنه نه ده شوې او نه کېږي.

ښاغلي ګوتريش زياته کړه، چې ت.البانو د دوحې ناسته کې په ګډون سره غوښتل، چې په يو ډول دې دوی په رسميت وپېژندل شي.

نوموړي همداراز د افغانستان د مدني ټولنې استازو سره ناسته کې د روسيې د نه ګډون په اړه خواشيني وښوده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي يادونه وکړه، دی باور لري، چې د ت.البانو ترڅنګ بايد د افغانستان د نورو برخو غږونه هم واورېدل شي.

د رسنيو د راپورونو له مخې په دې دوه ورځنۍ ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د افغانستان لپاره به د م.م نوی ځانګړی استازی د فبرورۍ په ۲۶مه د امنيت شورا د يوې ناستې په ترڅ کې وټاکل شي.

ښاغلي ګوتريش همداراز هيله‌مندي ښودلې، چې ت.البان په د دوحې په څېر راتلونکو ناستو کې برخه واخلي.

د دوحې دوه ورځنۍ نړيواله غونډه د ملګرو متلونو د مشر په کوربه‌توب، د شاوخوا ۲۵ هېوادونو د استازو او د افغانستان د مدني ټولنې د ۵ تنو غړو په ګډون سره نن پای ته ورسېده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه