دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنورستان کې د غره ښويېدو له کبله ۲۵ کسان مړه شوي

نورستان کې د غره ښويېدو له کبله ۲۵ کسان مړه شوي

ویب ډیسک

چارواكو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د دې ولايت د نورګرام ولسوالۍ د تتين درې په نکره کلي كې د اورښت له کبله رامنځته شوې او د سيمې اوسېدونکیو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

د نورګرام ولسوالۍ امنيه قومندان مولوي ګوهر ويلي؛ په دې پېښه کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ورک دي.

له دې مخکې چارواکو ویلي وه، چې د لومړنیو راپورونو له مخې؛ د استوګنې ۲۰ کورونه ویجاړ شوي او تر دې دمه د پېنځه کسانو جسدونه له خاورو او خټو را ایستل شوي او د ورکو شویو کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي.

د سیمې خلکو د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې د مړو شمېر نور هم ډېر شې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه