یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بشري حقونو مدافعان: د حجاب په پلمه د ښځو نيول انسان...

د بشري حقونو مدافعان: د حجاب په پلمه د ښځو نيول انسان او کورنۍ ته د بې حرمتۍ وروستی حد دی

ويب ډیسک

د «افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې» د طالبانو له لوري د «بد حجابۍ» په تور د ښځو نيول «انسان او کورنۍ ته د بې حرمتۍ وروستی حد» بللی او ويلي يې دي چې د طالبانو دا کار ښيي چې له انساني او اسلامي ارزښتونو او د افغانستان له عرف څخه ناخبره دي.

له راپورونو سره سم، طالبانو په وروستيو کې يو شمېر ځوانې ښځې او نجونې د پوښاک د څرنګوالي له کبله نيولې دي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې يو شمېر ښځې چې غوښتل يې «بې حجابي» ترويج کړي، تنبيه شوې دي. د ده له ادعا سره سم، دا ښځې د خپلو کورنيو په حضور کې څو ساعته د طالبانو په امنيتي حوزو کې توقيف شوي او دويم ځل ازادې شوې دي.

د طالبانو دې کار پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د «بشري حقونو د مدافعانو ټولنې» د يوې اعلاميې خپرولو له لارې ويلي، چې د طالبانو له لوري د ښځو ډلييزه او سپکوونکې نيونه د اصولو، انساني او اسلامي ارزښتونو او د افغانستان د خلکو د ملي ادابو او دودونو خلاف دي.

دې ټولنې د حجاب په پلمه د ښځو د يوې ډلې نيول د بشريت پر خلاف د جنايت بېلګه بللې او د درېدو غوښتنه يې کړې ده.

د «بشر حقونو د مدافعانو ټولنې» خبرداری ورکړی چې د داسې غير انساني، غير اسلامي او غير ملي چلندونو دوام د تاوتريخوالي د دوام لامل کېږي چې اصلي لامل به يې طالبان وي.

دې ټولنې له ديني علماوو، قومي مشرانو او له بانفوذه سياسي او ټولنيزو څېرو غوښتي چې اجازه دې نه ورکوي چې د ښځو نيول په يوه تګلاره بدل شي.

د «بشري حقونو د مدافعانو ټولنې» د نړيوالې جنايي محکمې (آی سي سي) په ګډون د نړيوالې ټولنې د اقدام غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټوني ګوتريش بايد د دې سازمان د جوړښتونو له لارې پر طالبانو فشار راوړي، تر څو دا ډله د ښځو او نجونو نيول ودروي.

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته پر ښځو سخت بنديزونه لګولي دي. اوس مهال د افغانستان ښځې او نجونې د زده کړو، کار او ازاد تګ-راتګ اجازه نه لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه