ویب ډیسک
سرور دانش وایي، په داسې حال کې چې یونس قانوني د حکومت د سولې د طرحې په اړه هیڅ معلومات نه لري،خو بیایې هم دغه طرحه د یوه انتخاب په حیث مطرح کړې ده.
دانش ویلي، د ترکیې ناستې ته د حکومت د طرحې ترڅنګ، د بلې طرحې وړاندې کول طالبانو ته شین څراخ ښودل دي،چې که د حکومت طرحه نه مني، نو بدیله طرحه هم شته.
سرور دانش وایي، محمد محقق او کریم خلیلي چې د جلا جلا سیاسي ګوندونو مشران دي په هیڅ ډول د صدارتي نظام غوښتونکي نه دي،نو په وینایې څنګه امکان لري چې د هغوی د استازو له نظر پرته دویمه طرحه نهایي وبلل شی.
دانش وایي،یونس قانوني څوځله په صراحت سره ویلي، چې ولسمشري د پښتونو حق دی او موږ باید دویم مقام، یعنې صدارت خپل کړو.


