دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهحیات الله حیات: جنایتکاران او ترورېستان وځپئ

حیات الله حیات: جنایتکاران او ترورېستان وځپئ

ویب ډیسک

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات پرون شپه ناوخته مهال د ارغندې دروازې او پغمان ولسوالۍ د پولیسو له موظفینو سره وکتل او د یادو ځواکونو د کړنو د راپور د اورېدنې سربېره یې د دې سیمو امنیتي وضعیت له نږدې وارزوه.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د امنیت د ټینګښت په برخه کې د پغمان ولسوالۍ او ارغندې دروازې د پولیسو موظفینو هڅې وستایلې او دوی ته یې لارښوونه وکړه، څو د جنایتکارو او ترهګرو ډلو پر وړاندې قانوني جدي چلند ترسره کړي.

ښاغلي حیات یادو منسوبینو ته په ټینګار سره وویل، چې که چېرې د ترهګرو او جنایتکارو ډلو له لوري خلکو او یا هم د پولیسو منسوبینو ته کوم ګواښ متوجه وي، په دې صورت کې دوی د جدي اقدام حتا ډزو حق لري او د کورنیو چارو وزارت مشرتابه به یې په کلکه ملاتړ وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه