یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيد عصریت اودودیزم ټکر

د عصریت اودودیزم ټکر

لیکنه :ډاکتر یارمحمد تره کی 

دادی څه کم نیمه پیړی د افغانستان پر هیواد د عصریت یا مډیرنیتی او دودیزم تر مینځ شخړه روانه ده.
راځی وګورو چی ددغو دوو متخاصمو لغاتونو علمی او سیاسی تعریف څه دی:
عصریت ) Modernity ) – د ټولنیزو علومو هغه برخه ده چی د رنسانس (راویښیدل) د دوری څخه پیل شوی دی. عصریت په فلسفی لحاظ د انسانانو د سلوک او کړووړو هغه بهیر دی چی ددلیل (Reason) پر بنسټ مینځ ته راغلی دی. یعنی عصریت هغه دی چی دانسانانو کړه وړه او د یو بل سره تړاو د دلیل او منطق پر بنیاد ولاړ وی. مډیرنیتی د هری ټولنیزی جوړښت له خواه په خپل انداز تعریف شوی دی. خو په ټولو کی د دلیل، منطق ، خبرو اترواو د ټولنیزی همغږی خبره مرکزی ده.
دودیزم (Traditionalism) – د ټولنیز ژوند د فکرهغه برخه ده چی د دود او دستور پر بنیاد ولاړه ده. ددی فکر لارویان په دی آند دی چی هر هغه فرهنګی، دینی او چاپیریالی ارزښتونه چی مونږ ته د تیرو نسلونو څخه را پاتی دی زمونږ د ذهن له خواه د سپړنی ، څیړنی او تر پوښتنی لاندی راوړلو(Challenging ) وړ ندی او باید د دلیل څخه په غیر و منل شی.
ددغو دوو مقولو او سلوکو مهم شاخصونه کوم دی؟
د مډیرنیتی یا عصریت مهم شاخصونه دغه دی:
– د دلیل پر بنسټ ددنیوی ژوندانه مسلواو د نوروکړو وړو ته کتل
– د عصری علومو مسلی ته د علمی او امپیریک (تجربوی ) له زاویی کتل
– د نړیوالو ساینسی او فزیک قوانینو پر بنسټ تحلیل او پلټنه کول
– د انسانانو تر مینځ د برابری پربنسټ د چلند اصول
– هنر، سپورت اوسیاحت ته په پراخ نظر کتل
– په زراعت او کروند ګری کی د نوښت او رغونی چلند خپلول
د دودیزم مهم شاخصونه دادی
– دتیرو نسلونو د ژوندانه د دود ساتل اود هغوی نه بدلول
– عصری علومو ته د شک په سترګه کتل اود هغه د ترویج مخه نیول
– په زراعت اوګروند ګری کی د تیرو نسلونو د کار دوام او د نوښت څخه ډډه کول
– د انسانانوتر مینځ د تابعیت او مادونیت پر بنسټ د اړیکو پلوی کول ( د پلار او د زوی، د خان او د بزګر، د ملا او د نمونځ کوونکی، دنر او د ښځۍ ، د بډای او د غریب، د امیر او د رعیت)
– د هنراو سپورت څخه کرکه کول او هغه د بالهوسی او عیش نخښه ګڼل
– د دودونو پر بنیاد د نویو کسبونو نه خوښول لکه (موچی توب، ډم توب، دوبی توب، پښ توب، جوالی توب، خټګر، انځورګر، عکاس، دړزی او نور)

په لومړ ی سر کی د مډیرنیتی او دودیزم ټکر په افغانستان کی ډیر ساده او برسیرن ښکاری. په ځينو هیوادونو کی د دودیزم او عصری توب مبارزه ډيره سخته او په وینولړلی وه. هند، عراق، ترکیه، او ایران دغه سری تر ټولوپه سختی تیر کړی دی. خو افغانستان دادی نیمه پیړی د تیرو دودونو او د راتلونکی د عصری توب په جګړه کی را ګیر دی.
د عصریت یا مدیرنیټي د لړی هڅي آن د امان الله په وخت کی پیل شوی وی. د سردار محمد داود د نظام په پیل کی د مډیرنیتی هڅي ګړندی شوی. څه موده وروسته کیڼ اړخو خلق ډموکراتیک د مدیرنیټي په پلوی لوی ګامونه واخیستل او د سردار داود د نظام پلویان شول. خلق ډموکراتیک د مډیرنیتی په پلوی اود عصری کولو په موخه د لویدیځوالو د تربګلوی سره سره د ښځو د حقوقو، د عامه زده کړو، د هنرونو ودی او د مدیریت په برخو کی کوټه ګامونه واخیستل. ددغو دوو دورود عصری توب تاثیرات آن تر ننه په افغانی ټولنی کی خپل اثرونه پریښی دی.
دغه لړی د ډیرو کږ لیچونو سره سره د مجاهدینو د حکومت او د امریکی د تیری تر وخته راورسیده. په تیرو شلو کلونو کی هم د بهرنی تیری سره سره مډیرنیتی یا عصریتوب په بله جامه افغانی ټولنی ته خپله لار خلاصه کړه. ددی دوری تر ټولو لوی تاثیرد عامه زده کړو او په ټولنیزو چارو کی د ښځو د ګډون تر څنګ عصری توب ته د دودیزم د مخورو را اوښتل وو. د مجاهدینو ګوندونومشران او قوماندانان چی د دودیزم مخوران او مشران بلل کیدل یو مخی د عصری توب او مډیرنیتی خواه ته راواوښتل. جهاد ی تنظیمونو په سر کی لمړنی ډلی وی چی امر بالمعروف او د عقایدو پلټنه ( Inquisition ) یی په هیواد کی پیل کړه. دوی وو چی د ښځو د بوټونو او کالیو رنګونه به یی ټاکل. دوی وو چی په پوهنتونونو کی یی د عقایدود پلټنی ( Inquisition ) لړی پیل کړه. دوی وو چی خلک به یی د زرنګار په پارک کی په دار را ځړول. خو دوی په دی شلو کلونو کی د دودیزم د دود څخه راووتل او عصری ژوند یی غوره کړ. دوی د خبرو د اوریدلو حوصله پیدا کړه. د عصری زده کړو پلویان شول. د سپورت، خوشحالی، او موسیقی مینه وال شول. هغه جهادی قوماندانان چی خلک به یی د بسونو څخه کوزول او بیا به یی وژل، هغه جهادی قوماندانان چی دبرق مزی او لکړی به یی الوزولی، هغه کسان چی خلکو به تری ویره درلوده اود خلکو کروندی به یی سوزلی یو دم په محافلواو ټلویزیونونو کی د عادی وطنوالو له خوا تر انتقاد او ګوت څنډنی لاندی راغلل ، خو دوی بیرته ټوپک غاړی ته وروانه چاوو. دا ځکه چی دوی دمډیرنیتی(عصریت) لاره غوره کړی وه. داسی ښکاریدله چی محافظه کاره مذهبی شیخ الحدیثان د مډرن ژوند په خوندپوه شول، د روغتونونو او میلمستیاوو په ګټي پوه شول او نور نو د افغانستان د ټولنی بیرته تګ دودیزم ته ناشونی شوی دی. خو دا اټکل ناسم راوخوت او دادی هیواد د افراطی دودیزم په منګولو کی لاس او پښی وهی. دعصری توب اومډیرنیتی پلویان او خواخوږی دا واری د وسله والی جګړی پر ځای سوله ایز هجرت ته زړه ښه کړی دی. دا واری لاری بیلی دی.
د مډ یرنیتی اصلی موخه د دلیل او عصری علومو پر بنسټ د ټولنیز پرمختګ د لارو لټول دی. یعنی که کوم بزګر څلویښټ کاله د خپل پلار او نیکه د دود سره سم غنم کرل او په ډيروستونزو یی د یوه ژمی ډوډی موندله، نو که دغه بزګر یو کال دغنمو پرځای زعفران او یا لوبیا وکری نو دا به دده له خواه دعصری توب یا مډیرنیتی یو ګام وی. دغه بزګر په دی عمل سره د خپلو نیکونو ددود خلاف کار وکړ خو ددی کار نتیجه دا شوه چی د یوه کال د خوراک پر ځای یی د دوو کلونو د غلی پیسی پیدا کړی.
عصری توب باید د اقتصادی او ټولنیز لحاظه مطالعه شی. د مثال په ډول د افغانستان په کلیواو بانډو کی د شمسی برق څخه ګټه اخیستنه یو پوره عصری او مډرن کار وو. خلک دی ته تم نشول چی دولت دوی ته د برق سیم را و غزوي ځکه دولت هغه ظرفیت نه درلود. ددی پر ځای یی د خپلی ستونزی د حل آسانه او ارزانه لار و موندله.
ځینی دودونه ښه او ډير نور شاته تلونکی وی. ددی لپاره چی د دودیزم د ښو او بدو چاڼ وشی نو پکار ده تر څو، د علم د مختلفو اړخونو څخه ګټه واخیستله شی. هغه مختلف اړخونه د عصری علومو مرکزونه لکه ښوونځي، لیسه، پوهنتون او علمی موسسی دی.
که په یوه ولسوالی کی په یوه وخت هم مدرسه وی،هم ښوونځي وی ، هم لیسه وی او هم پوهنتون وی تاسوڅه فکر کوی ماشومان به کومو موسسو ته ډير زړونه ښه کړی؟ که څه هم چی دغه تجربه تر اوسه نده شوی خو ځواب ډیرو ته روښانه دی.
اوس چی ددودیزم بله څپه راسمه شوی ده، دا څپه کیدای شی د دودیزم او پر شا تګ وروستنی هڅه وی. داهڅه ډيره شدیده او بنسټ پاله ده.د بل چا مذهبی عقایدو ته د نه درناوی، د بل چا کالیو باندی بندیز لګول، د بل چا پر کلتور خندل، دبل چا د نمانځه او عبادت په طریقه ملنډی وهل،د ښځو په وړاندی محدودیتونه وضع کول، د بل چا دودونو ته د شک په سترګه کتل ددی دوری مهمی نخښی دی چی د خلکو په کورونو، دولتی دفترونو او فرهنګی موسساتو کی یی لار زغلولی ده. کلتوری دودیزم تریوی اندازی مثبت او د زغم وړ دی. اقتصادی دودیزم او مذهبی دودیزم ترډيری اندازی نه پخلا کیدونکی او ضرری دی.
دغه لنډه شننه د دغو دوو پدیدو د تعامل دوی لاری په ګوته کوی:
1. کلتوری دودیزم د عصریت یا مډیرنیتی سره لاس په لاس د ټولنیزی پرمختیا لاره پیل کوی. د ښو دودونو دوام او بدواوغیر اقتصادی دودونوهیرول به د نوی ټولنیز جوړښت بنسټونه وی. د خلکو باورونو، قومی ځانګړتیاوو، عصری علومو، کالیو، اوژبو ته به احترام کیږی. د ټولنی ژوند به په همغږی او زیار کی دوام کوی
2. اقتصادی او مذهبی دودیزم به د مډیرنیتی سره د ډغرو او سیالی لاره غوره کوی. عصری علومو ته به دروازه تړی، نورو ژبو ته به احترام نه کیږی، د نورو مذهبی ځانګړتیاوی به په نظر کی نه نیولی کیږی، زاړه اقتصادی کړه وړه لکه په زړو میتودونو د کراو کښت کول، دبانک پر ځای دانالوګ (حوالی) کارول، قاچاق کول، د مخدرو موادو کار کول، پټي اقتصادی معاملی کول او د بیت المال څخه په پټه پیسی او فرصتونه ایستل ددی لاری ځانګړتیاوی دی.

که ددودیزم او مډیرنیتی همغږی را مینځ ته شی نو کیدای شی افغانستان په راتلونکو پنځو کلونو کی بیا د پرمختګ لاره پیل کړی.
خو که د دودیزم ډغری او تربګلوی د عصریت او مډیرنیتی سره دوام وکړی نو کیدای شی دغه دردوونکی لړی د څلویښتو او پنځوسوکلونو په اوږدو پای ته ورسیږی.
په دی بحث کی دوه ډير نوی او روښانه مثالونه د یادولو وړ دی. د ایران د ښځو انقلاب دادی څلور څلویښت کاله وروسته ددی هیواد محافظه کار دودیزم و ننګاوو. په ورته وخت کی د سعودی عربستان مشران ددودیزم څخه په خپله واټڼ نیسی او د مډیرنیتی او عصریت خواه ته کوټه ګامونه اخلی.
آیا د افغانی افراطی دودیزم او ځوانی مډیرنیتی تر مینځ د تعامل امکان شته؟ آیا د دودیزم دغه لړی به په رښتیا ډیر اوږد شی؟ آیا دودیزم به په خپله عصریت یا مډيرنیتی ته ورودانګی؟
دا د شنونکو اوپوهو هیوادوالود څیړنو ښه مضمون کیدای شی.
درناوی

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه