سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍامریکا د چين ذروي وړانديز ته د سعودي عرب د تمايل په...

امریکا د چين ذروي وړانديز ته د سعودي عرب د تمايل په تړاو اندېښمن نه دي

ویب ډیسک

واشنګټن وړاندې ټينګار کړی و چې په ذروي برخه کې هغه وخت مرسته کولای شي چې سعودي عربستان خپل يورانيم غني نه کړي، يا يې هم د سعودي پر خاوره زېرمه نه کړي، خو چين دا دواړه شرطونه نه دې وړاندې کړي.

د وال سټريټ ژورنال د راپور په وينا چې ښايي سعودي عربستان د بټۍ د جوړولو لپاره د جنوبي کوريا يو شرکت انتخاب کړي خو په تخنيکي مهارت کې به يې تکيه پر متحده ايالاتو وي.

مګر د سعودي  چارواکو بيا – بيا اخطار ورکړی چې که د ذروي همکارۍ په تړاو له متحده ايالاتو سره خبرې نورې هم وځنډېږي، نو دوی به د چين وړانديز ومني. چين په منځني ختيځ کې د خپل نفوذ د پراختيا په لټه کې دی.

د وال سټريټ ژورنال په وينا، د متحده ايالاتو چارواکو ټينګار کړی چې د چين ذروي وړانديز ته د سعودي عرب د تمايل په تړاو اندېښمن نه دي.
په سعودي عربستان کې د ملکي ذروي پروګرام هر ډول هڅې ښايي د اسراييلو له سخت غبرګون سره مخ شي. د اسراييلو اندېښنه داده چې سعودي کولای شي په دې توګه ذروي وسلې تر لاسه کړي.

د ذروي بټۍ خبرې د متحده ايالاتو له هغو هڅو سره هممهاله دي چې غواړي د سعودي او اسراييلو تر منځ اړيکې عادي کړي. که دا هڅې بريالۍ شي، نو دا به په منځني ختيځ کې لوی ډيپلوماټيک پرمختګ وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه