ویب ډیسک
افغانستان کې د ډک شوي «خداګواه» فلم پروډیوسر وايي، افغانستان ته له سفر مخکې ورته د امېتاب بچن مور اخطار ورکړی ؤ.
ښاغلی منوج دېساې په یوه مرکه کې وایي، د خداګواه فلم ډکولو پر وخت افغانستان کې جګړه وه چې له امله یې د امېتاببچن ژوند ته ګواښ پېښېدلی شو. د دېساې په وینا، افغانستان ته له سفر مخکې ورته د امېتاب بچن مور تېجي بچن ویلي ؤ، که په مونا (امېتاب بچن) څه وشول، نو «ته هم ځان ووژنه.»
دېساې وایي، همدا ډول اخطار ورته د خداګواه فلم د نجلۍ سريدیوي مور هم ورکړی ؤ او ورته یې ویلي ؤ: «که په سريدیوي څه وشول، ته هم بېرته مه راځه، که راغلې زه دې دې وژنم.»
د یاد فلم په اړه امېتاب بچن هم په یوه مرکه کې ویلي ؤ چې د شوټنګ اجازه یې د هغه وخت له افغان ولسمشر ډاکتر نجیب الله څخه اخیستې وه او په مزار شریف کې د بزکشۍ د صحنې د ثبت لپاره یې بشپړ امنیت تأمین شوی ؤ.
د بچن په وینا، د دوی د خوندیتوب لپاره په هوا کې جېټ الوتکې دورې وهلې او د شوټنګ د ساحې ترڅنګ ټانکونه ولاړ ؤ.
د یادونې وړ ده چې خداګواه فلم په ۱۹۹۲ کال کې خپور شوی او یوه برخه یې په افغانستان کې جوړه شوې ده.
#Afghanistan #India


