دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونه۲۵ تنه افغانان چې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بندیان ؤ...

۲۵ تنه افغانان چې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بندیان ؤ را خوشي شوي

ويب ډیسک

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، ۲۵ تنه افغانان چې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بندیان ؤ، خوشې شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، دغو کسانو له دوو تر شپږو میاشتو د پاکستان په زندانونو کې تېر کړي دي.

د راپورنو له مخې، خوشې شوي افغانان د وږي میاشتې په دویمه نېټه له خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو ترڅنګ دغه کډوالو سره د ناسم چلند راپورنه هم وخت نا وخت خپرېږي.

#Afghanistan #Pakistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه