دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍاسټراليا کې د پوځي تمريناتو پر مهال د چورلکې د لوېدو له...

اسټراليا کې د پوځي تمريناتو پر مهال د چورلکې د لوېدو له امله درې امريکايي سمندري سرتېري وژل شوي دي.

ويب ډیسک

د متحده ايالاتو پوځ ويلي، چې نن (یکشنبه، ۵ د وږي) د اسټراليا په شمال کې د پوځي تمريناتو پر مهال د چورلکې د لوېدو له امله درې امريکايي سمندري سرتېري وژل شوي دي. د اسټراليا لومړي وزير انټوني البانيز دا يوه «غميزه» بللې ده.

سمندري ځواکونو ويلي، چې پنځه تنه نور په سخت ژوبل حالت کې روغتون ته لېږدول شوي دي.

ويل شوي، چې په لوېدلې چورلکه کې ټول ۲۳ سرتېري سپاره وو، چې په عادي تمريناتو بوخت وو. د چورلکې د لوېدو په تړاو پلټنې روانې دي.

د اسټراليا د شمالي سيمو د پوليسو کمېشنر ميکايل مرفي ويلي، چې دا الوتکه په لېرې پراته ټيوي ټاپو کې سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې لوېدلې ده.

سکای نيوز راپور ورکړی، چې د اسټراليا، متحده ايالاتو، فيليپين، اندونيزيا او ختيځ تيمور شاوخوا دوه زره او ۵۰۰ سرتېري په دې پوځي تمريناتو کې ښکېل دي.

متحده ايالات او اسټراليا په ارام سمندر کې کلک شريکان دي او په دې وروستيو کې يې د چين د زياتېدونکي نفوس پر وړاندې خپله پوځي همکاري زياته کړې ده.

تېره مياشت چې کله په پراخه کچه پوځي تمرينات کېدل، د اسټراليا څلور پوځيان د چورلکې د لوېدو په پېښه کې ووژل شول.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه