یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍفرانسه په ښونځيو کې د‌ حجاب په اغوستلو بندیز لګوي

فرانسه په ښونځيو کې د‌ حجاب په اغوستلو بندیز لګوي

ويب ډیسک

د فرانسې د تعليم وزير د ښوونځيو تر پيلېدو وړاندې ويلي، چې په دولتي ښوونځيو کې به ماشومان د عبایه یا حجاب له اغوستلو منع کړي.

عبایه پراخې او اوږدې جامې دي چې مسلمانې ښځې یې بهر ته د وتو پرمهال اغوندي.

فرانسې له ۱۹مې پېړۍ راهيسې په دولتي ښوونځيو کې پر ديني نښو سخت بنديزونه لګولي دي، تر څو له عامه ښوونځيو دوديز کاتوليک اغېز ختم کړي. فرانسه د زياتېدونکو مسلمانو لږکيو په تړاو وخت پر وخت په اصولو کې بدلونونه راولي.

د فرانسې عامه ښوونځي د لويو صليبونو په غاړه کولو، د يهودي خوليو پر سر کولو او همدا راز اسلامي پړونو ته اجازه نه ورکوي.

فرانسې د ۲۰۰۴ کال پر مهال په ښوونځيو کې پر پړونو بنديز ولګاوه او په ۲۰۱۰ کال کې يې په عامه ځايونو کې د مخ پټول ممنوع اعلان کړل چې له کبله يې د فرانسې د پنځو ميليونو په مسلمانه ټولنه کې د ګڼو خلکو غوسه راوپارېده.

د فرانسې د ښوونې او روزنې وزير ګابريال اتال له TF1 ټلويزیون سره په مرکه کې ويلي، چې «ما پرېکړې کړې چې نور په ښوونځيو کې حجاب نشي اغوستل کېدلای. کله چې تاسو ټولګي ته ننوزئ، نو تاسو به د يو دين پيرو يوازې هغه ته په کتلو سره ونه پېژنئ.»

دا اقدام په ښوونځيو کې د حجاب د بندولو پر سر تر څو مياشتو بحث وروسته اخيستل کېږي. د فرانسې په ښوونځيو کې له وړاندې لا د حجاب پر اغوستلو بنديز دی.

ښي اړخو د دې بنديز د عملي کولو لپاره ډېر فشار راوړی خو چپ اړخو ويلي، چې دا بنديز مدني ازادۍ ګواښي.

د مسلمانو د عقيدې فرانسوي شورا (CFCM) چې له ډېرو مسلمانو ټولنه جوړه شوې ملي اداره ده، ويلي چې يوازې جامې «ديني نښه» نه ده.

د فرانسې په سياسي ډګر کې د سيکولريزم دفاع يو ټولنيز غږ دی. کين اړخي د روشنګرۍ د مهال د ليبرال ارزښتونو دفاع کوي، خو ښي اړخي په فرانسوي ټولنه کې د اسلام د مخ پر زياتېدونکي رول د مخنيوي په هڅه کې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه