ويب ډیسک
له هغه وروسته چې د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د آزادۍ په نوم جبهې په یوشمیر اوپراتیفي عملیاتو کې طالب سرتیرو ته مرګ ژوبله په ډیریدو شوه، دغه جبهه وایې د افغانستان تر بشپړې آزادۍ خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
ازادۍ جبهه شاوخوا دوه کاله وړاندې د افغانستان د پخواني وسله وال پوځ د لوی درستیز جنرال یاسین ضیاء په مشرۍ په افغانستان کې د طالبانو په ضد جبهه فعاله کړې ده.
نظامي شنونکي وایې که طالبان ددغه جبهې فعالیتونه مهار نه کړي نو لیرې نه ده چې دغه جبهه به دوی ته لوی سرخوږې جوړ کړي.


