ویب ډیسک
د روغتیا نړیوال سازمان په ایکس ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه د یوه لیک په خپرولو د افغانستان په پنځو شمالي ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین د پيل خبر ورکړی دی.
دغه سازمان ویلي، چې دا کمپاین په بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې ترسره کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان له خلکو غوښتي، چې د دې کمپاین له کارکوونکو سره همکاري وکړي ترڅو تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین د پراخ تطبیق زمینه برابره شي.
د ګوزڼ ناروغۍ د واکسین تطبیق دا پړاو په داسې حال کې پیلېږي چې په روان زېږدیز کال کې افغانستان کې د پنځو ماشومانو د ګوزڼ پېښې ثبت شوې دي.


