ویب ډیسک
افغانستان کې د بودجې د کمښت په تړاو د بشردوستانه نړيوالو بنسټونو له لوري د پرلپسې خبرداريو وروسته د روغتيا نړيوال سازمان وايي، اوسنۍ بودجې ته په کتو د دې احتمال موجود دی، چې د ورځې ۲۴ ميندې افغانستان کې د بېلابېلو ناروغيو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړي.
دغه سازمان همداراز ويلي، اټکل کېږي، چې دغه ارقامو کې د پام وړ زياتوالی راشي.
د روغتيا نړيوال سازمان زياته کړې، چې افغانانو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د روان زېږديز کال تر پایه پورې ۱۲۵ ميليونه ډالره بودجې ته اړ دي.
ياد سازمان له دې وړاندې هم افغانانو ته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د بودجې د کمښت له کبله خبرداری ورکړی ؤ.


