ويب ډیسک
پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د لنډمهالي حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير له قولي ليکلي، طالبانو يو شمېر هغه کسان نيولي، چې پاکستان کې يې ترهګريزو بريدونو کې لاس درلود.
جليل عباس جيلاني همداراز ويلي، چې ت.البانو دغه موضوع له اسلامآباد سره هم شريکه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکي تل د خپل هېواد د ناامنيو پړه پر افغانستان اچوي، هغه څه چې تل ت.البانو په کلکه رد کړي دي.
په ورته وخت کې تېره ورځ د ت.البانو د بهرنيو چارو وزیر مولوي ا.مير خان متقي ويلي، دوی ټول هغه مسایل له منځه وړي چې نړۍ ته ترې ستونزه جوړېږي.
#Afghanistan #Pakistan


