وی ډیسک
کرملېن د هغه الوتکې غورځېدو په اړه د څېړنو خبر ورکوي، چې د واګنر ملېشو مشر په کې ووژل شو او زیاتوي چې یاده الوتکه ښايي په لوی لاس نسکوره شوې وي.
د کرملېن ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف خبریالانو ته ویلي، بېلابېلو سناریوګانې ارزول کېږي چې یوه په کې په قصدي ډول د الوتکې د نسکورولو هم ده.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ملکي الوتکو نړیوال سازمان په دې اړه څېړنې کوي، د کرملېن ویاند وویل، وضعیت بدل شوی او تر دې دمه د الوتکې د نسکورېدو د څرنګوالي رسمي پایلې نه دي ترلاسه شوې. هغه ویلي، “راځئ خپله د روسیې د څېړنو پایلو ته په تمه شوو”.
د اګست په ۲۳مه هغه خصوصي الوتکه د مسکو او پيترزبورګ ترمنځ نسکوره شوه، چې د واګنر ملېشو مشر یوګني پریګوژین، د یادې ملېشې دوه نور لوړپوړوي چارواکي، د پریګوژين څلور ساتونکي او د الوتکې درې تنه پرسونل په کې سپاره ؤ.


