سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتېرو ۹ کلونو کې څه باندې ۵۰۰ تنه افغان کډوالو اروپا د...

تېرو ۹ کلونو کې څه باندې ۵۰۰ تنه افغان کډوالو اروپا د تګ پر مهال خپل ژوند بایللی دی.

ويب ډیسک

د کډوالو نړيوال سازمان وايي، چې تېرو ۹ کلونو کې څه باندې ۵۰۰ تنه افغان کډوالو اروپا د تګ پر مهال خپل ژوند بایللی دی.

د دغه سازمان د راپور له مخې، دغه شمېر کسان له ۲۰۱۴ کال راهیسې اروپا ته د لارو په اوږدو کې وژل شوي دي.

راپور کې راغلي، چې اوس هم ګڼ شمېر افغانان اروپا ته رسېدو په موخه خطرونه پر ځانونو مني او په قاچاقي لارو سفرونه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ۱۸ هغو افغان کډوالو جسدونه هېواد ته ولېږدول شول، چې بلغاريا کې يې په یوه کانتينر کې خپل ژوند بایللی ؤ.

#EU #AfghanRefugees

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه