ويب ډیسک
۲۰۲۳ کال کې د نړۍ په کچه د پاسپورټونو د اعتبار تازه درجه بندۍ کې سینګاپور ترټولو ځواکمن او افغانستان تر ټولو کمزوری پاسپورت لري.
د دې درجه بندۍ له مخې، د سینګاپور اتباع کولی شي له ویزې پرته ۱۹۲ هېوادونو ته سفر وکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو بې اعتباره پاسپورټ مقام خپلوي تېرو کلونو کې هم یاد پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ بلل کېده.
دا په داسې حال کې ده چې د ت.البانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان کې د پاسپورټونو د وېش بهیر له ستونزو سره مخ شوې او په کې د پراخ فساد راپورونه هم خپرېږي.


