ويب ډیسک
د طالبانو د “امر بالمعروف و نهی عن المنکر” وزارت وايي، په کابل کې هغه سامانونه او الات چې د “موسيقۍ او فساد د ترويج” لپاره کارول کیدل سوځول شوي دي.
علامیې په خپرولو سره ویلي: “دغه وسایل چې په وروستیو څو میاشتو کې په کابل ښار او یو شمېر ولایتونو کې له غیر اخلاقي پروګرامونو څخه راټول شوي وو او زموږ د ځوانانو د ګمراهۍ او د ټولنې د تباهۍ لامل وو، د شریعت له مخې له منځه یوړل شول.”
د هغو تصویرونو په اساس چې دغه وزارت خپاره کړي، په دغو سوځول شویو وسایلو کې ډول ډول طبلې، لوی لوډ سپیکرونه، کیسټونه او د موسیقۍ ځینې نور وسایل شامل دي.
طالبان وايي چې اسلام موسیقي حرامه کړې ده. موسیقي چې په افغانستان کې د جمهوریت په شل کلنه موده کې د ودې په حال کې وه، د طالبانو په بیا واکمن کیدو سره حرامه اعلان شوه او د موسیقۍ د تعلیمي موسسو دروازې هم وتړل شوې.


