ويب ډیسک
پاکستان، افغانستان او ازبکستان نن د “افغان ټرانس” په نوم د پټلۍ ګډه پروژه لاسلیکوي چې له مخې به یې د ازبکستان د پټلۍ شبکه د افغانستان له لارې د پاکستان د پټلۍ له شبکې سره وصل شي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، یاده پټلۍ به له ازبکستان مزارشریف له لارې لوګر او بیا د خرلاچي کرښې هاخوا تر کرمې پورې رسېږي.
د یادې پټلۍ ستراتیژيک پلان د ۲۰۲۱ کال په جنوري میاشت کې د افغانستان اسلامي جمهوريت او د ازبکستان هېواد د حکومت ترمنځ لاسلیک شوی و.
د معلوماتو له مخې، پرون د درې واړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه پروژه نهايي کړې او د پاکستان د پټلۍ ادارې ویلي چې په مرسته به یې نه یوازې د شریکو او سیمهییزو هېوادونو ترانزیټ او سوداګري آسانه شي، بلکې ولسي اړیکې به هم ورغوي.
#Pakistan #Afghanistan #Uzbekistan #AfghanTrans


