دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهفرانس :پاکستان او ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره...

فرانس :پاکستان او ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ۳ میلیونه یورو مالي مرستې اعلان کړی دی.

ويب ډیسک

د فرانسې حکومت په پاکستان او ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ۳ میلیونه یورو مالي مرستې اعلان کړی دی.

د راپورونو له مخې، دا پیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له‌‌خوا د خورا زیان منونکو کډوالو او کوربه هېواد سره د مرستې لپاره کارول کېږي.

د يادونې وړ ده، چې د دې مرستې دوه ميليونه يې په پاکستان او يو ميليون يې ايران ته ځانګړې شوې دي، چې تر ډېره به يې د کډوالو ښځو او نجونو پر روغتيا، ښوونې او روزنې برخې مصرف شي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری افغانان د جمهوري نظام له ړنګېدو او د ت.البان تر واکمنۍ وروسته د بې وزلۍ او د دغې ډلې وېرې له امله له افغانستانه وتلي او د ایران او پاکستان په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو کې کډوال شوي دي.

#Afghanrefugees

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه