ويب ډیسک
د افغانستان د ازموینې ملي ادارې اعلان کړی چې یوازې هلکان حق لري په سږني کانکور کې ګډون وکړي.
دې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د لوړو زدهکړو وزارت نه يې يواځې د نارينه محصلينو د منلو لېست ترلاسه کړى دى.
دغه ریاست همداراز زیاته کړې چې د کانکور ازموينې لپاره د ګډونکوونکو د ټاکلو مسؤليت نه لري او “دا د لوړو زدهکړو وزارت دنده ده، چې پرېکړه وکړي، له چا به ازموينه اخلي او له څوک یې نه اخلي.”
شاوخوا دوه کاله کېږي چې افغانستان کې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړل شوي او داسې ښکاري چې په اوسني چاپیریال کې د نجونو زدهکړه ناممکنه شوې ده.
#Afghanistan


