دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبرتانيا اعلان وکړ، چې ۲زره افغان همکاران به ډېر ژر د برتانيا...

برتانيا اعلان وکړ، چې ۲زره افغان همکاران به ډېر ژر د برتانيا ويزې ترلاسه کړي

ويب ډیسک

برتانيا اعلان وکړ، چې د دغه هېواد ځواکونو څه باندې ۲زره افغان همکاران به ډېر ژر د برتانيا ويزې ترلاسه کړي.

د ډيلي ميل ورځپاڼې د راپور له مخې د برتانيا د کورنيو چارو وزير سوئلا براورمن لارښوونه کړې، چې افغانستان کې د دغه هېواد سيمه‌ييزو همکارانو او ژباړونکو ته دې ژر ويزې ورکړل شي.

دې پروګرام کې هغه کسان شامل دي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې پاکستان کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي. يادې ورځپاڼې همداراز ليکلي، چې د برتانيا د کورنيو چارو وزارت د کډوالو د حقونو د ملاتړ کوونکو له فشار وروسته دا تصميم نيولی دی. برتانيا کې د نويو کډوالو لپاره د کورونو موندل ترټولو لويه ننګونه ګڼل کېږي.

د جمهوريت له پرځېدو او د ت.البانو له بيا واکمنېدو سره لسګونه زره تنه افغان کډوال پاکستان ته ولاړل، چې اوسمهال دغه هېواد کې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

#UK #Afghanistan #Pakistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه