دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسلام اباد:باران له کبله د يوې ودانۍ دېوال نړېدلی او لږ تر...

اسلام اباد:باران له کبله د يوې ودانۍ دېوال نړېدلی او لږ تر لږه ۱۱ تنه کارګر يې مړه کړي او شپږ نور ژوبل دي.

‏ویب ډیسک

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې نن (چهارشنبه، ۱۹ د چنګاښ) د دې ښار پر پېښور سړک د سخت موسمي باران له کبله د يوې ودانۍ دېوال نړېدلی او لږ تر لږه ۱۱ تنه کارګر يې مړه کړي او شپږ نور ژوبل دي.

په اسلام اباد کې د پوليسو يوه چارواکي خان زيب ډان ورځپاڼې ته ويلي، چې د يوولسو مړو شويو کسانو مړي د ماشين په مرسته له ويجاړيو را ايستل شوي دي.

د پاکستان د طبي علومو د انسټيټيوټ د وياندې ډاکټر مبشر په وينا چې دا يوولس کسان چې مزدوران وو، مړي يې همدې انسټيټيوټ ته ور وړل شوي دي.

د ډاکټر مبشر په وينا چې شپږ ژوبل کسان هم په همدې ځای کې تر درمنلې لاندې دي، خو يو کس چې سرسري ژوبل و، بيرته رخصت شوی دی.

د پوليسو په وينا چې په سيمه کې اوس هم د ژغورنې عمليات روان دي، ګومان دادی چې ښايي نور کسان هم تر ويجاړيو لاندې وي.

د اسلام د اباد د پوليسو يوه بل لوړپوړي چارواکي عرفان نواز ميمون ويلي، چې دا دېوال د کارګرو پر هغه خېمه رالوېدلی چې پکې مېشت وو.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه