سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه وايي :افغانستان کې د ماشومانو کار ورځ تر بلې زیاتېږي

ملګري ملتونه وايي :افغانستان کې د ماشومانو کار ورځ تر بلې زیاتېږي

ويب ډیسک

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، افغانستان کې د ماشومانو کار ورځ تر بلې په هغه کورنیو کې زیاتېږي چې مشري یې د ښځو په غاړه ده.

د اوچا په وینا ۳۰ سلنه هغه کورنۍ چې ښځې یې مشري کوي، اړ دي چې یو ماشوم یې له کوره بهر کار وکړي.

د دغه دفتر راپور له مخې، یاده شمېره د هغو کورنیو په پرتله چې نارینه یې مشري کوي، ۳۵ سلنه ډېره ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ت.البانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان له یو اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او دغې ډلې د ښځو پر کار هم بندیز لګولی دی.

#Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه