سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخيبر : د ځانمرګي برید له امله ۳ تنه وژل شوي او...

خيبر : د ځانمرګي برید له امله ۳ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي

ویب ډیسک

د خیبرپښتونخوا په باړه سیمه کې د حکومتي کارکوونکو پر دفتر (تحصیل) د ځانمرګي برید له امله ۳ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي، چې ویل کېږي پولیس هم په کې شامل دي.

د برید مسؤلیت تر دې دمه کومې ډلې نه دی اخیستی.

د یو بل خبر له مخې تېره شپه د پېښور د ریګي پولیسو پر پوستې د وسله‌وال برید له امله ۲ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې د پېښور په حیات‌اباد کې هم د پاکستاني پوځ پر موټر برید شوی ؤ، چې مرګ ژوبله یې لرله.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه