ويب ډیسک
د افغانستان وتلی سندرغاړی لطيف ننګرهای وايي، “ښه شو، چې په افغانستان کې موسيقي بنده شوه، ځکه دې موسيقۍ د افغانستان د اصلي کلتور استازولي نه کوله”.
ننګرهاري له امريکا غږ سره مرکه کې نيوکه کړې، چې ځينو سندرغاړو افغانستان کې موسيقي په ښه توګه ونه کاروله او دې برخه کې ځينې تېروتنې ترسره شوې.
نوموړي تاجيکستان، ترکيې، ترکمنستان او ځينو نورو هېوادونو ته په اشارې سره ويلي، چې دوی خپل کلتور مخ ته وړي، خو د افغانستان ټلويزيونونو کې داسې سندرې خپرېدې چې حتی اروپايي هېوادونو کې هم نه وې.
د پښتو ژبې دغه نوموتي سندرغاړي د وړانديز په بڼه وويل، “افغانان خپل ځانګړی کلتور لري او دا کلتور موږ ته له نيکونو په ميراث پاتې دی او بايد په همدې اساس مخکې لاړ شو”.
ننګرهای، چې له ۲۰۰۱ کال راهيسې په انګلستان کې ژوند کوي، تر دې دمه يې لسګونه شمېر سندرې ويلي دي.
افغانستان کې د ت.البانو په بيا واکمنېدو سره د افغانانو د ژوند د نورو برخو ترڅنګ پر موسيقۍ هم بنديز ولګېد او ډېر شمېر سندرغاړي له هېواده پرېښودو ته اړ شول.


