ويب ډیسک
د بلخ پخواني والي او د جمعيت اسلامي ګوند مخکښ غړي عطاء محمد نور په خپل اختريز پيغام کې ويلي، افغانستان د ترهګرۍ د ودې پر مرکز اوښتی دی.
د هغه په وينا، د هېواد شمال ته د وزيرستاني کډوالو په نوم د تحريک ت.البان پاکستان د غړو لېږد هېواد د نابودۍ په لور روان کړی او دغه کړنه افغانستان کې د قومونو يووالي ته سخت زيان رسوي.
عطاء محمد نور د اوسنۍ کشالې د حل لپاره پر خبرو اترو ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې مطرحې څېرې باید خپلمنځي اختلافات پرېږدي او پرته له هېڅ ډول امتياز غوښتنې د ملي ګټو لپاره لاس پکار شي.
د بلخ پخواني والي له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان وضعيت ته لومړيتوب ورکړي او د حل لپاره دې يې عملي ګامونه پورته کړي.
#Eid2023 #Afghanistan @Atamohammadnoor


